ځانګړي عملیات او ننګونې
مجیب الرحمن ساپی مجیب الرحمن ساپی

 

له کله، چې له امریکا سره د ستراتېژيکو همکاریو د تړون لاسلیک کولو خبرې را تودې شوې او امریکا له افغانستان څخه د دغه تړون د لاسلیک کېدو غوښتنه کړې د افغان دولت له لوري د دغه تړون لاسلیک لپاره دوه اساسي شرطونه وړاندې شوې وو؛ لومړی یې افغان ځواکونو ته د هغو زندانونو د چارو سپارل وو، چې د بهرنیو ځواکونو تر کنټرول لاندې وو او دویم هغه یې هم د ځانګړو عملیاتو افغاني کېدل وو.

په لومړیو کې امریکا هڅه کوله، څو دغه غوښتنې په ځانګړي توګه افغان ځواکونو ته د ځانګړو عملیاتو سپارل و نه مني؛ خو د لادنیو لاملو له امله اړه شوه، څو د افغان دولت  غوښتنو ته غاړه کېږدي:

1.    په امریکا کې د ولسمشرۍ لپاره ایالتي ټاکنې روانې دي او ډېر ژر به ولسمشریزې ټولټاکنې تر سره شي. د دې لپاره، چې اوباما د امریکایانو ملاتړ تر لاسه کړی وي او توانېدلی اوسي، څو د دویم ځل لپاره د امریکا د ولسمشر په توګه پاتې شي او امریکایانو ته ظاهراً په ډاګه کړي، چې د افغانستان جګړه دوی ګټلې ده.

2.    د افغان دولت له لوري د ستراتېژيک تړون لاسلیک کولو لپاره یو اساسي شرط افغان ځواکونو ته د شپنیو عملیاتو د چارو سپارل و. د دې لپاره، چې امریکا له افغان دولت سره د دغه تړون لاسلیک کولو پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه وړي وي، افغان ځواکونو ته یې د ځانګړو عملیاتو چارې وسپارې.

3.    د غبرګولي (جوزا) په میاشت کې د افغانستان په اړه د امریکا په شیکاګو ښار کې د ناټو تړون غړو هېوادونو ناسته تر سره کېږي او په دغې ناستې امریکا هڅه کوي، څو له ۲۰۱۴ زېږدي کال څخه وروسته د افغان ځواکونو لګښت د ناټو نور غړي هم پر غاړي واخلي؛ د دې لپاره، چې د شیکاګو په ناسته کې د افغان دولت او امریکا ترمنځ ستونزې شتون و نه لري او امریکا وکولای شي په دغې ناستې کې خپلو موخو ته ورسېږي افغان ځواکونو ته یې د ځانګړو عملیاتو د چارو سپارلو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغان ځواکونو له لوري د ځانګړو عملیاتو تر سره کېدو پر وړاندې اساسي پوښتنه دا ده، چې آیا دغه ځواکونه به وکولای شي، څو په سمه توګه د شپې له لوري عملیات تر سره کړي؟

ډېری کارپوهان په دې باور دي، چې اوس مهال افغان ځواکونه د دې جوګه نه دي، چې شپني عملیات دې په مثبته توګه تر سره کړي. دغه کارپوهان استدلال کوي، چې افغان ځواکونه په سمه توګه روزل شوي نه دي او هغه امکانات، چې د بهرنیو ځواکونو په لاس کې دي تر دې مهاله افغان ځواکونو ته نه دي ورکړل شوي. خو د ملي دفاع وزارت چارواکي بیا وايي، چې افغان ځواکه په بشپړه توګه چمتو دي، څو دغه عملیات تر سره کړي. د یاد شوي وزارت چارواکي ادعا کوي، د تېر یوه کال څخه را په دېخوا افغان ځواکونه په خپلواکه توګه ځانګړي عملیات تر سره کوي او تر ډېره بریده دغه عملیات بریالي هم وو.

بل لور ته بیا د ملي دفاع وزیر ښاغلي عبدالرحیم وردک او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان آلن ترمنځ افغان ځواکونو ته د ځانګړو عملیاتو سپارلو د هوکړه لیک په اوومې مادې کې راغلي دي:

((په بشپړه توګه د ځانګړو عملياتو افغاني کولو په ملاتړ او د تلپاتې او مجهزو ځانګړو افغان ځواکونو د رامنځته کولو په موخه د متحده ايالت دا ژمنه کوي چې په لاندې مواردو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

الف) د ځانګړې افغان عملياتي قطعې د ډلګيو زياتول او د ځانګړو عملياتو د رهبري د اخيستلو لپاره ددغو ډلګيو د ظرفيتونو لوړول؛

ب) د بلوکونو په کچه د ځانګړې افغان عملياتي قطعې د ضربتي ځواکونو او د ملاتړ د اصلي افغان حمايوي عناصرو پراختيا چې په دې توګه د  امريکايي ضربتي ځواکونو شمېره د وخت په تېرېدو سره راکمه شي؛

ج) د افغان چارواکو د غوښتني سره سم، د موقت نيوني په بهير کې د تخنيکي ملاتړ برابرول؛ و

د) د دغسې عملياتو د ترسره کولو لپاره د افغان ځواکونو د وړتيا بشپړه پرمختيا.))

که چېرې د یاې شوې مادې جزیاتو ته ځیر شو، نو لیدل کېږي، چې تر دې مهاله افغان ځواکونه په بشپړه توګه چمتو نه دي، څو دغه عملیات تر سره کړي او اوس هم د بهرنیو ځواکونو ډېرې مرستې ته اړتیا لري.

همدا راز د دغه هوکړه لیک په اتمې مادې کې راغلي دي:

((د متحده ايالاتو څخه تمه کېږي چې ددغسې عملياتو او اړوندو افغان بنسټونو ملاتړ وکړي او ددغسې عملياتو او اړوندو افغان بنسټونو د برياليتوب لپاره  هر اړخيز او لازم ملاتړ وکړي.

پر نورو مواردو سربېره په دغه ملاتړ کې افغان عملياتي ځانګړې قطعې ته د معلوماتو او شننو سپارل چې په دې توګه دغه ځواک  د اهدافو په تثبيت کې بشپړه وړتيا پيدا کړي او دغه راز د هليکوپټرو  او الوتکو ملاتړ، د توپچي ملاتړ، د ټپيانو لېږدول او امنيت  هم راځي.))

بیا هم دغو موادو ته په کتو سره ویلای شو، چې افغان ځواکونه په بشپړه توګه په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال نه دي او د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې ناټو په ځانګړي توګه امریکا نه دي غوښتي، څو افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال کړي.

ها خوا له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د وري (حمل) میاشتې په یوویشتمه نېټه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ((د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن دکابینې په غونډه کې د هغه تفاهم لیک په باب چې پرون د افغانستان په خاوره کې د ځانګړو عملیاتو د افغاني کولو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ لاس لیک شو، وویل اوس د دې کار په ترسره کېدو سره د افغانستان ملي واکمني تثبیته شوه او دغه واک د افغانستان دولت ترلاسه کړ نو د افغانستان د حکومت او د دولت د ټولو ادارو او ارکانو دنده ده چې د افغانستان د خلکو د کورونو عزت او د سر او مال مصوونیت لکه څنګه چې د افغانستان اساسي قانون او نور قوانین حکم کوي، وساتي.))

په خبر پاڼه کې همدا راز راغلي دي، چې افغان حکومت له څو کلونو او پرله پسې هڅو څخه وروسته و توانېد، څو دغه هوکړه لیک لاسلیک کړي.

خبر پاڼه کاږي ((جمهوررئیس د خپلو خبرو په دوام په دې باندې ټینګار وکړ چې زموږ حکومت باید دا ثابته کړي چې د افغانستان د خلکو د ګټو، مصوونیت او ژوندانه ساتونکی دی.))

د اوس لپاره، چې افغان ځواکونو ته د ځانګړو عملیاتو چارې سپارل شوي دي، نو دغو ځواکونو ته ښايي، څو په شپنیو عملیاتو کې له ډېرې پاملرنې څخه کار واخلي او پرې نږدي، چې د تېر په څير یو ځل بیا بې ګناه او ملکي افغانان د شپنیو عملیاتو په پایله کې ووژل شي، افغان کورنۍ بې عزته شي او دو سله والو مخالفانو تر نامه زموږ د سپین ږېرو وینې تویې شي. همدا راز نړۍوال ځواکونه په ځانګړي توګه امریکا هم باید د افغان ځانګړو ځواکونو په روزنې او سمبالښت کې جدي پاملرنه وکړي.

که څه هم ځینې کړۍ او ډلې افغان ځواکونو ته د ځانګړو عملیاتو سپارلو ته د شک په سترګه ګوري؛ خو باید وویل شي، چې دغه سپارنه د ملي حاکمیت د تثبیت راتلونکي پر لور مثبت ګام دی.

 

 


April 11th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات